د سیالۍ شرایط او معیارونه

د سیالۍ شرایط او معیارونه

د سیالۍ تنظیموونکې اداره: د سوداګرۍ د پراختیا پروګرام (EDP) – د کرهنیزو توکو بازارموندنې پروګرام (AMP) (د متحده ایالتونو د نړیوالې پراختیا اداره – USAID)، د سولې ریښې یا روټس آف پیس (Roots of Peace) سازمان

شرایط او معیارونه:

  1. په شرایطو پوره والی: دا سیالي د کابل، مزار شریف، هرات، کندهار، غزني، پکتیا، کندز او ننګرهار اوسېدونکو ټولو افغانانو لپاره چې عمرونه یې د ۱۶ او ۳۰ کلونو ترمنځ دي، د برخه اخیستنې وړ دي. مېرمنې په دې سیالۍ کې د ګډون لپاره زیاتې هڅول کېږي.
  2. د روټس آف پیس – ای ایم پي (اي ډي پي) کارمندان، د خپلو نژدې کورنۍ غړو (لکه مېرمن/خاوند، مور/پلار، بچي، ورور/خور، نیا/نیکه، او/یا مېرني خپلوان) په ګډون، په سیالۍ کې د ګډون اجازه نه لري.
  3. د ګډون لارښوونې: مهرباني وکړئ د سیالۍ اعلان کتلو او د لارښوونو له مخې د ګډون لپاره د سوداګرۍ د پراختیا پروګرام (EDP) ویبسایټ د سیالۍ پاڼې ته مراجعه وکړئ.
  4. یو کس په سیالۍ کې یوازې د یوې جایزې لپاره ګډون کولای شي.
  5. د ګډون په موخه سپارل کېدونکی هر ډول توکي به چې د سیالۍ تنظیموونکی یې (زمونږ د قطعي صلاحیت له مخې) خطرناکه، مبتذله، تعرضي، غیراخلاقي، ناقانونه، توکمپاله، نقل شوي، بېرحمه یا تقلبي، یا د نورو حقونو یا د امتیاز حق څخه سرغړونه وبولي، سمدلاسه له سیالۍ څخه حذف شي.
  6. د ګډون په موخه سپارل شوي نیمګړې، نه لوستل کېدونکې، ګمراه کوونکې، یا ځنډنۍ لیکنې د منلو وړ نه دي.
  7. د استولو ثبوت د رسېدنې یا ترلاسه کولو د ثبوت په توګه د منلو وړ نه دی.
  8. د تنظیموونکې ادارې له خوا د نیمګړو، د تخنیکي عواملو له امله نادرکه شویو، خراب شویو، ځنډېدلو، اشتباهاً رسېدلو، یا د بل هر لامل له امله نه ترلاسه شویو لیکنو مسئوولیت پر غاړه نه اخیستل کېږي.
  9. له ګټونکي سره به EDP ټیم له خوا په درخواستۍ کې د اړیکې نیولو چمتو شویو معلوماتو له لارې اړیکه ونیول شي.
  10. ګټونکي به د پای نېټې ۱۴ ورځې وروسته اعلان شي.
  11. ارزونه به د تنظیموونکي له خوا د یوې کمېټې له لارې د سیالۍ لارښود کې لیکل شویو معیارونو ته په پام سره ترسره شي.
  12. عمومي: د تنظیموونکي ادارې پرېکړه نهائي او الزامي ده. هیڅ قسمه لیکونه/مکتوبونه به ثبت نه کړل شي. ګډون د لارښود شرایطو او معیارونو په منلو دلالت کوي.
  13. جایزې باید هغسې ومنل شي څرنګه چې د ګټونکي له خوا وړاندې شوې دي. په ټولیز یا قسمي توګه هېڅ ډول نغدي یا بدیلې جایزې نه ورکول کېږي. جایزې د انتقال وړ نه دي او نه هم دوباره پلورل کېدای شي.
  14. د سیالۍ تنظیموونکی حق لري چې یوه جایزه په مساوي یا لوړ ارزښت سره عوض کړي په دې شرط چې تر کنټروله وتلي شرایط یې اړین وبولي.
  15. د سیالۍ تنظیموونکی حق لري چې ګټونکي تصدیق کړي او د هوئیت، عمر، او ادرس ثبوت وغواړي او په هغه صورت کې د جایزې د ورکړې استحقاق څخه لاس په سر شي چېرته چې دا باور کولو لپاره کافي دلایل شتون ولري چې له دې شرایطو او معیارونو څخه سرغړونه شوې ده.
  16. تاسې هوکړه کوئ چې که تاسې ګټونکي شئ، تاسې به په مناسبو تبلیغاتي برنامو کې ونډه اخلئ او په دې پروسه کې به مرسته کوئ او همدارنګه په دا ډول تبلیغاتي برنامو کې د تادیې وړ هر ډول حق الزحمې پرته به ستاسې نوم، عکس او هر ډول نظرونو څخه ګټه اخیستل کېږي.
  17. د سیالۍ تنظیموونکی حق لري چې، د خپل انحصاري صلاحیت له مخې، هر ډول لیکنې یا ګډونوال باطل یا حذف اعلان کړي چې د سیالۍ تنظیموونکی یې د ترویج او تبلیغاتو د لارښود اصولو یا روحیې نقض وګڼي. څوک چې په هره طریقه د ګډون پروسه او/یا د ګډون لارښوونې څخه د سرغړونې هڅه کوي، هغوی به حذف اعلان او د هر ډول جایزې ورکړه به باطله وګرځول شي.
  18. که چېرې داسې دلایل شتون ولري چې له امله یې سیالۍ له پلان سره سمه د تطبیق وړ نه وي (چې بېلګې یې لاس وهنه، خپل سري مداخلې، درغلۍ، تخنیکي ستونزې، یا د تنظیموونکي تر کنترول پورته نور هر ډول عوامل وي چې د دې سیالۍ پلې کول، امنیت، عدالت، روڼتیا یا مناسب تدویر زیانمنوي یا اغېزمنوي، خو تر دې محدود نه وي)، د سیالۍ تنظیموونکی حق لري چې هر فرد چې د ګډون پروسه کې لاسوهنه کوي حذف اعلان کړي او سیالي لغوه، پای ته ورسوي، بدلون پکې راولي یا یې وځنډوي.
  19. په سیالۍ کې د ګډون اړونده خطرونه منل یوازې د ګډونوال پر غاړه دي. تر کومه چې قانون مجاز ګڼلی، تنظیموونکی (EDP) د ګډونوالو یا بل درېیم لوري له خوا زغمل کېدونکي هر ډول زیان، ضرر، مکلفیتونو، جراحت، لګښتونو، مصارفو، یا ادعاګانو (که په قرارداد، جرم یا بل ډول وي)، چې له سیالۍ په پایله کې او/یا د جایزې ترلاسه کولو له امله منځته راځي، مسئوولیت پر غاړه نه اخلي.
  20. که چېرې داسې یوه کړه، تېروتنه، پېښه یا حالت منځته راشي چې د تنظیموونکي له منطقي کنتروله وتلی وي او کوم چې د تنظیموونکي پر وړاند د دغه شرایطو او معیارونو د مراعات کولو په برخه کې خنډ ګرځي، تنظیموونکی د هر ډول د مکلفیتونو په سر ته رسولو کې د پاتې راتلو یا د دې د مکلفیتونو د ځنډېدو مسئوولیت نه مني.
  21. تنظیموونکې اداره د سیسټم اشتباهاتو یا نورو ننګونو لپاره چې ښايي د ثبت شویو لیکنو، د ګټونکي خبرتیاوو، یا د جایزو د ورکېدو، ځنډېډو یا نه ترلاسه کېدو سبب شي، مسئوولیت نه مني.
  22. کله چې یوه جایزه ګټونکي ته ورکول کېږي، د سیالۍ تنظیموونکی ګټونکي ته د جایزې ورکولو وروسته د جایزې د زیانمنېدو، ماتېدو، یا ناسم کار کولو مسئوولیت نه مني.
  23. د سیالۍ تنظیموونکی، پرته له دې چې د هېڅ د ګډونوالو یا دریم لوري پر وړاندې کوم مسئوولیت ولري، حق لري چې د هر ډول نااټکل شویو حالتونو یا تخنیکي دلایلو د شتون په صورت کې، چې د دې ادارې تر کنترول وتلي وي، دا سیالي لغوه کړي، بدلون پکې راولي، پای ته ورسوي یا په مؤقته توګه یې وځنډوي، خو د ګډونوالو د نهیلۍ د مخنیوي لپاره به ټولې معقولو لارو چارو څخه ګټه واخلي.
  24. د سیالۍ اړونده هر ډول چارو کې د سیالۍ تنظیموونکي پرېکړې نهائي او الزامي دي او هیڅ ډول مراسلات/مکاتیب نه پکې اجراء کېږي.
  25. د اطلاعاتو/ډیټا خوندیتوب: د ګډونوال له خوا د درخواستۍ فورمې له لارې شریک کېدونکي هر ډول شخصي معلومات خوندي ساتل کېږي او د دې شرایطو او معیارونو په رڼا کې به وکارول شي مګر دا چې ګډون په راتلونکي کې له تنظیموونکي څخه په راتلونکي بازارموندنه کې د ښکېل پاتې کېدو پرېکړه وکړي. سیالۍ کې په ګډون کولو سره، ګډونوال هوکړه کوي چې تنظیموونکی د هغوی له معلوماتو څخه د سیالۍ د اداره کولو لپاره ګټه اخیستلای شي او او ګټونکي د ګټونکو نوملړ لپاره د خپلو نومونو او ادرسونو ورکولو هوکړه کوي.
  26. تنظیموونکی کولای شي په سیالۍ کې د ګډونوال نظرونه/ د سوداګرۍ د پراختیا برنامې (EDP) د خواله رسنیو پاڼو او/یا ویبسایټ کې خپاره یا وکاروي.
  27. سیالۍ کې په ګډون سره، ګډونوال له ټولو پورتنو مادو سره موافقه کوي.